Banner

پکتيکاکې مسافراوموټرچلوونکي دلاروپه اوږدوکې له غلاووسرټکوي

20.01.2009 08:10 دپکتيکاولايت يوشميراوسيدونکي وايي چې په دې وروستيو کې ددې ولايت بيلابيلوسيمودلاروپه اوږدوکې دغلاوو اوشوکوله امله په ډاډه زره تګ راتګ نه شي کولى.
دوى زياتوي چې دغې ستونزې ددوى ژوندله ګواښ سره مخ کړى دى.
پکتيکادډيورندکرښې څيرمه ولايت دى چې دولسواليوترمنځ يې لارې يې خامه دي اووسله وال غله هم په ډيرې آسانۍ سره کولى شي چې خلک لوټ کړي.
دارګون ولسوالۍ اوسيدونکى حبيب نور چې سراچه ډوله موټرچلوي، وويل: (( دوې اونۍکيږي چې دلويولاروپيداشويوغلوله ويرې مې موټرپه کوردرولى اونشم کولى ځکه په هره ځاى کې غله ولاړ وي اوخلک لوټي.))
نوموړي زياته کړه، يوه ورځ دلارې په اوږدکې وسله والو ودرولو،زما او دموټر سورلۍ يې لوټ کړو.
دغه راز،دپکتيکاقومي مشرحاجي سدوخان وايي چې په دې سيموکې هغه کسان لوټل کيږي چې په دې وروستيوکې دحج فريضې اداکولو وروسته راستانه شوي دي.
نوموړي زياته کړه،حتى په دې شپوورځوپنځه ديرش موټروسله والو غلو لوټلي چې ډيريې حاجيان وو.
دپکتيکاولايت مرکزښرنه کې دسياسي چاروکارپوه عبدالحق رحيمي وويل چې پکتيکاکې دلويولاروپيداشويوغلوستونزده داده چې ددې ولايت خلکواقتصادي حالت کمزورى دى، کاراوروزګارنشته نوخلک اړدي چې غلاوې وکړي.
که څه دپکتيکاولايت خلکو په واروارسره خپلې ستونزې حتي ديوه لاريون په ترڅ کې هم چارواکوته رسولې خوبياهم دغه ستونزه ورځ تربلې زياتيږي.
دپکتيکاولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وويل: (( موږ په واروار ددغولاروساتلوله پاره امنيتي کسان ليږلې اوڅو ځلې يې غله هم نيولي دي.))
نوموړي زياته کړه، موږ راتلونکې سې شنبې له قومي مشرانوسره په دې اړه غونډه کوو ترڅوپکتيکاولايت اړوندلاروامنيت خوندي شي.
داپه داسې حال کې دهيوادپه ډيروبرخوکې مسافر اوموټرچلوونکي لويو لاروکې له غلاوو سرټکوي اووايي چې بايددولت يې په مخنيوي کې اوچت ګامونه پورته کړي.